یو شمیر امریکايي رسنیو نن د امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې دې امریکا جمهور ریس جوبایډن پلان لري چې دې روانې اونۍ پنځم په ورځ (چهار شنبه) د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو هغه نیټه په ډاګه کړي. چې دې ټولو امریکايي ځواکونو وتلو لپاره په پلان کې نیول شوي. واشینګټن پوست لومړنۍ امریکايي رسنۍ وه چې دې بایډن دغه پلان په هکله يې خبر خپور کړ. د بایډن ادارې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط واشینګټن پوست ته ویلي چې جوبایډن پلان له مخې به د روان میلادي کال سیپتمبر میاشتې په یوولسمه نیټه ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. ددغه امریکايي چارواکي په حواله د امریکايي ځواکونو وتل به هیڅ ډول حالاتو پورې اړه ونلري. او تر دغه نیټې که افغانستان کې امنیتي حالات خراب هم وي امریکايي ځواکونه به افغانستان پریږدي. خو امریکا به په افغانستان او سیمه کې د القاعده ، داعش او نورو ترهرګرو ډلو باندې خپل نظر ساتلی لري. دده په وینا که چیرې طالبانو د امریکايي ځواکونو وتلو پورې په امریکايي ځواکونو بریدونه وکړل نو امریکايي ځواکونه به يې سخت ځواب ورکړي. که څه هم ددغه خبر تر خپریدو پورې لا ډېر غبرګونونه مخې ته ندي راغلي خو د امریکا سنا وسلوالې کمیټې یو ارشد غړي وار له مخې دغه پلان باره کې خپله اندیښنه څرګنده کړي. د امریکا سنا جمهوري پاله غړي جیم انهوفي چې د امریکا سنا وسلوالو کمیټې ارشد غړی دی ، پولیټیکو امریکايي رسنۍ ته يې ویلي . چې دې بایډن دغه پلان بې پروا او خطرناک دی. د جیم په وینا چې هیڅوک نه غواړي افغانستان کې دې امریکايي ځواکونه د تل لپاره پاتې شي. خو د هغه ځایه باید امریکايي ځواکونه حالاتو ته په کتو په سم وخت کې راوباسل شي. په خپل سر ضرب الاجل ټاکل به زمونږ ځواکونه او ټولې لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي. او افغانستان به هم کورنۍ جګړې ته ولاړ شي. چې دا به بیا نړیوالو تروریستانوته دا زمینه مساعده کړي چې بیرته هغه ځآی ته ورو ګرځي چې شل کاله پخوا ترې شړل شوي وه .