د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتن د پاکستان ادارو ډېرو خنډونو وروسته د جانیخېلو پرلت ته ځآن رسولی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پیښتین تېرو دوو ورځو راهیسې د جانیخېلو پرلت کوونکو سره ناست او غمرازي کوي. مشر منظور احمد پشتین پرلت کوونکو ته وینا کې د پاکستان پوځ پر هغو پالیسو باندې نقد وکړ چې د کومو پالیسو په اساس پښتنو سیمو کې د بدامنۍ او دهشت ګردۍ توره بلاه مسلطه شوي. مشر منظور پرلت کوونکو ته وینا کې وویل چې
پدې سیمه کې د ښه او بد طالب پروژه د پاکستان پوځ مشرانو راوړي. دا ښه او بد طالبان په سیمه کې دهشت ګردي کوي، پدې خاوره چې چېرته قاتل دی ، جاسوس دی ، بد فعل دی ، دروغجن دی ، دوی يې ملګرتیا کوي ، خو کوم خلک چې پدې سیمه کې امن غواړي ، دوی ورسره دوښمني کوي ، نو لدغو ترجیحاتو هم معلومیږي چې دوی په دې سیمه کې امن نه غواړي. دهشت ګردي په استرالیا کې د جرنېل کیاني د جزیرې دوهم نوم دی.نن چې دا جرنېل څومره روزګار او ډالر لري ، دا يې د پښتنو په سرونو باندې تجارت کړی. جرنیل کومه غټه وظیفه نده. دومره تنخوا نلري. خو دغو جرنیلانو د پښتنو په سرونو لوی تجارت کړی. او اوس يې استرالیا کې يې پرې لوی لوی کاروبارونه کوي. تاسو د کرنیل امام بیانونه هم واوری. هغه هم خپلو بیانونو کې ددې تصدیق کړی چې طالبان د پاکستان پوځ جوړ کړي. نو زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ د سیمو څخه دې ښه او بد طالبان وویستل شي. موږ خپله سیمه کې امن غواړو. موږ پدې سیمه کې نوره جنګ او بد امني نه برداشت کوو. او موږ به پدې خاوره د هر ډول ظلم او جبر په وړاندې چپ پاتې نشو. خپل غږ به په هر قیمت اوچتوو او مبارزه به جاري ساتو. خو د خپلو خلکو هم غوښتنه کوو چې د ظالمانو او قاتلانو د ملاتړ څخه لاس واخلی. دوی ته ځآی مه ورکوی. هر څوک چې پدې جنګ کې حصه اخلي او ملګرتیا يې کوي. دا دې ظالمانو سره کومک دی او همدې کومک دې وجهې موږ خپل پښتانه قرباني ورکوو
د یادولو ده چې د جانیخېلو قومي مشر نصیب الله وژنې په ضد ، د جانیخېلو اوسیدونکو پرلت په لاره اچولی او نن يې لسمه ورځ پوره کیږي، خو لا هم د پاکستان حکومت ددغه پرلت غوښتنو ته مثبت ځواب ندی ویلی او برعکس د پرلت پر ځينو مشرانو يې ، ډاکټر ګل عالم وزیر، ډاکټر نور محمد، ملک مویز وزیر، حاجي بلقیاز، وکیل شعېب سدوزې، د پي ټي ایم فعال ندیم عسکر، لطیف وزیري او قامي پارلیمان غړي محسن داوړ او د جمعیت علماء اسلام ګوند مفتي شکور بیټني پرلت ته د ویناوو کولو په وجه ځآيي تاڼه کې مقدمې هم درج کړي