تېره ورځ د افغان دولت مرکچي پلاوي د طالبانو مرکچي پلاوي سره ناسته ترسره کړي، د ناستې وروسته دواړو اړخونو د مذاکراتو د پیل خبر ورکړی. همدا شان د مرکچي پلاوي څخه یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې یاده ناسته کې پر اجنډا هم هوکړه شوي، چې راتلونکي اونۍ به مذاکرات پیل شي. د سرچینې په وینا چې یاده اجنډا کې اوربند او سیاسي جوړجاړي پر موضوعاتو خبرو کولو ته ځای ورکړل شوی، کوم چې پخوا طالبانو اړخ ته د منلو نه وه. د یادولو ده چې د افغان سولې مذاکراتو پيل خبرونه داسې مهال مخې ته راځي چې درې ورځې د مخه د امریکا د افغان سولې لپاره یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ، قطر او سیمې ته په سفرونو بوخت دی