د بلخ ولایت طالبانو امنیه قوماندانۍ مسؤلینو رسنیو ته ویلي چې نن غرمه مهال د مزارشریف لسمې امنیتي حوزې ته څېرمه د یاد ولایتهوايي ډګر د کارکوونکو پر موټر د نامعلومو وسلوالو کسانو لخوا برید شوی چې له امله یې د هوایي ډګر دوه کارکوونکي وژل شوي اوشپږ نور ټپیان شوي دي. تر اوسه د یادې پېښې پړه چا پر غاړه نده اخیستي