د جیو نیوز خبریال حامد میر وروسته له هغه چې تېره جمعې ورځ يې د پاکستان پر پوځ او استخباراتو د یوه بل ژورنالیست اسد علي طور سره د ناپېژاندو کسانو لخوا د زور زیاتي له امله ، توندې نیوکې وکړلې ، نن د جيو نیوز خصوصي تلویزون د خپلو خپرونو څخه منع کړ. همدا شان حامد میر هم په خپل تازه بیان کې چې له خپل ټوېټر يې خپور کړی ویلي ،
دا زما لپاره نوي نده. زه تېر کې هم دوه ځلې د خپرونو کولو منع شوی وم. دوه ځلې مې پخوا هم دنده د لاسه ورکړي. د وژونکو له حملو هم ژوندی وتلی یم. خو بیا مې هم د حق لپاره غږ اوچتولو کې دریغ ندی کړی. زه د هر ډول پایلو ته چمتو یو. ځکه چې دوی زما کورنۍ ته ګواښ کړی
د یادولو ده چې پاکستان کې هر څوک د قانون په دایره کې د پآکستاني پوځ یا پټو ادارو خلاف خبره وکړي، یا وژل کیږي ، یا بې درکه کیږي او یا هر څه د لاسه ورکوي