د (رابطه عالم الاسلامي) سازمان په نوښت او د سعودي عرب په کوربتوب نن د سعودي مکې مکرمې ښار کې یو ورځینۍ اسلامي کنفرانس جوړ شوی وو، چې د سعودي ، پاکستان او افغانستان دیني عالمانو پکې ګډون درلود. دغه اسلامي کنفرانس کې تر ډېره د افغانستان پر جګړې او سولې خبرې وشولې. او دې یاد درو واړو ملکونو دیني عالمانو کنفرانس ته د ویناوو پر مهال افغانستان کې د جګړې ختمولو او سولې طرف تللو باندې ټينګار وکړ.او پر په طالبانو يې غږ وکړ چې نور دې له جګړې لاس واخلي او سوله دې وکړي
د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي چې د افغانستان د دیني عالمانو مشري یې کوله، وویل
چاودنې او خودکشه حملې چې زمونږ په ملک کې ماشومان او عالمان و نور وژني، نورې ختمې کړو. زمونږ مخالف اړخ، زمونږ وروڼه دي. مونږ د هغو په شان نه یو، هغو ته کافران نه وایو، مونږ هم مبارکه کلېمه وایو، او هغوی یې هم وایي. په افغانستان کې مسلمانان په مسجدونو کې وژل کیږي، زمونږ په یونیورسټیانو او هسپتالونو بریدونه کیږي. زه له دې ځایه، د خدای د کور له څنګه، غږ کوم چې دا قتلونه دې نور بند کړي
کنفرانس ته د کوربه سازمان مشر محمد بن عبدالکریم العیسی وویل:
د افغان سولې راتلو کې تر ټولو ډېر عالمان لوی او پرېکنده اهمیت لري. محترمو حاضرینو، د افغانستان پر خاوره هېڅ داسې څه نه دي پاتې چې یو مخالف یا معترض یې د هر ډول عذر یا دلیل لپاره ثبوت وګڼي او دلته د عالمانو لا اساسي او پرېکنده اهمیت او لوی اغېز لرونکی رول ډېرېږي، خو د امت د علماوو د ایمان موافقه یې بلونکې وي”
همدا شان د پاکستان دیني عالمانو چې مشري یې د مذهبي چارو وفاقي وزیر نور الحق قادري کوله، وویل چې
په افغانستان کې امن، د پاکستان او منطقې د استحکام په معنا دی او هغوی به د افغانستان د جګړې ختمولو دپاره همکاري وکړي
ورپسې د پاکستان سفیر بلال اکبر وویل
“هیله لرو چې علماء د اسلام واقعي بڼه چې مینه او سوله خلکو ته وړاندې کړي، افغانستان د سولې یو ښه فرصت ته رسېدلی، افغانان څلور لسیزې په جنګ کې سوځي، دا هېواد د پاکستان یو نژدې ګاونډی دی، پاکستان هیله لري چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي، موږ باور لرو چې په افغانستان کې سوله په پاکستان کې سوله ده، افغانستان کې باید سیاسي جوړجاړی وشي، پاکستان د طالبانو مشرانو سولې ته وهڅول او سولې ته یې کېنول
که څه هم د یو څه وخت راهیسې د پاکستان حکومت ، پوځ او مذهبي ادارو لخوا د افغان سولې په تړاو مثبت او ښه بیانونه مخې ته راځي خو تر اوسه عمل کې څه داسې بدلون ندی راغلی چې د افغان سولې لپاره هېلې اضافه کړي. برعکس جګړې زور اخیستی. او پراخه شوي.