د ناروې بهرنیو چارو وزیرې انیکن هویتفلد خپل تازه بیان کې ویلي : ”پوهېږو چې طالبان له خپلو ګټو په زغرده دفاع کوي او په رسمیت پېژندل کېدو پسې ګرځي. یو دلیل چې ما د بهرنیو چارو وزیرې په حیث له دوی سره و نه لیدل همدا و. ” د نوموړي په وینا ”موږ خپلې غوښتنې په څرګند ډول وړاندې کړې، اوس به وکتل شي چې طالبان پر خپلو خبرو عمل کوي او که نه. د ناروې یو مهم او بنسټیز اصول د سولې او روغې جوړې ته د رسېدو لپاره له ټولو لوریو سره د خبرو کول دي. ” همدا زار
د اغلې هویتفلد تازه بیان کې ویل شوي چې ”په یوه سوله ییز ځای کې طالبانو ته مخامخ پیغام ورکړل شو چې مشروعیت باید خپله له افغانانو وي، او دا په روغه جوړه او د ټولګډونه حکومت په بڼه پورې تړلی دی.”
طالبانو تر اوسه د ناروې بهرنیو چارو وزیرې تازه بیان باره کې کوم غبرګون ندی ښودلی.