د پاکستان پوځ رسنیو دفتر یا ای اېس پي ار خپل تازه بیان کې ویلي چې بلوچستان کې د پوځ یوه څرخي الوتکه چې د پوځ مهم کسان پکې وو لا درکه شویده. د بیان له مخې یاده څرخي الوتکه کې د کوټې کور کمانډر ډګر جنرال سرفراز علي، میجر سعید پایلوت ، میجر طلحه ،او بریګیډير امجد حنیف په ګډون ټول شپږ مهم کسان پکې سپاره وو چې د بلوچستان سېلاب ځپلو سره د مرستو له چارو لیدنه وکړي خو څرخي الوتکه د بېرته ستنیدو پر مهال د مرکز سره اړیکه پرې شوي او ورکه شویده. د پاکستان پوځ ویلي چې پوځ د یادې الوتکې موندلو هڅې روانې کړیدي خو تر دې دمه بریالي شوي ندي. د بلوچستان د پولیسو مشر پرویز عمراني رسنیو ته ویلي چې سیمه کې د پولیسو ټيمونو د موندلو عملیات پیل کړیدي خو دا الوتکه غرنۍ سیمه کې ورکه شویده نو له همدې کبله یې موندل ستونزمن شویدي.