د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي، که څه هم د ځواکونو بشپړ وتل به پر څارنیزو وړتیاوو او د امریکا بریدونو پر څرنګوالي اغیز ولري خو ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان وضعې څخه به کافي څارنه شتون ولري.
خلیلزاد د ولسي جرګې ملي امنیت کمیټه کې امریکایي قانون جوړونکو ته وویل چې د افغانستان ګاونډیانو سره د دغه هیواد پر وضعې څارنې لپاره او د اړتیا پرمهال ترهګرۍ پر وړاندې برید لپاره، پر ډیرو همکاریو، بحث روان دی.
نوموړي بیاځلي ټينګار کړی چې طالبان کولای شي سوله چې له سیاسي لارې ټینګښت ومومي، ومني او د تاوتریخوالي خوشې کولو سره د یوه سیاسي غورځنګ په توګه وپیژندل شي او د افغانستان سیاسي راتلونکې یوه برخه وي.
نوموړي بیاځلي ټینګار کړی که چیرې طالبانو ډله له پوځي لارې د واک ترلاسه کولو په لټه کې وي، له انزوا، سیمه ییزو او نړیوالو مخالفتونو او بندیزونو سره به مخامخ شي.
ښاغلي خلیلزاد دا هم ویلي چې نوموړی افغانستان کې سیاسي هوکړې لپاره د یوې نړیوالې اجماع رامنځته کیدو لپاره هڅه کوي، او په دې ورستیو کې یې روسیې، چین، پاکستان او د امریکا اروپایي متحدینو سره لیدلي دي.