د خیبرپښتونخوا قبایلي ضلعې اړوند شمالي وزیرستان میرعلي تحصیل حیدرخیل کلي کې د دوهم په ورځ (یکشنبه) نامعلومو موټر سایکل سپرو وسلوالو د وزیرستان ځوانانو تنظیم (یوت اف وزیرستان) اړوند څلور فعال ځوانان په ډزو وژلي. او خپله له سیمې په تېښته بریالي شوي. سیمه کې ځآيي پولیسو او شمالي وزیرستان ځوانانو تنظیم رسنیو ته د پېښې پخلی کړی، د پولیسو په وینا چې وسلوالو پسې لټون روان دی. د یادې پېښې په تړاو د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټ ګراو مشرمنظور پښتین خپل تازه بیان کې ویلي چې ، وزیرستان کې د ترهګرو په ضد شل کلنې بدنامې جګړې وروسته لا هم استعماري وژنې پایته ندي رسیدلي او نن یو ځل بیا په ډيره نظامي ، او معدني بډایه سیمه کې ۴ څلور سیاسي فعال ځوانان او ددې خاورې ریښتیني زامن هر یو وقار ، اسد ، سنید او عماد په نښه شول.
د یادولو ده چې یادې پېښې وروسته په خواله رسنیو په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ شتون په معنا پوښتنې او بحثونه را ولاړ شوي ، د پآکستان مشهور خبریال طاهر خان هم پر ټويټرلیکلي چې ، په شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې اوس هم معمول دی او هلته د پاکستان ټولې امنیتي ادارې خلکو ته په امنیت ورکولو کې په مکمل ډول ناکامې شویدي. اوس نو ددغه بې ګناه وینې حساب به څوک ورکوي ؟