د بریتانیا پوځ لوی درستیز سرنیک کارټر بي بي سي سره تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو وتلو اعلان ناهیلی کړی ، او داسې پریکړې انتظار يې نکولو. کارټر د خپلې ناهیلۍ تر څنګ بیا دا خبره هم کوي چې دا دې امریکا دولت پریکړه ده ، مونږ ورته درناوی کوه. خو وضعیت هغسې ناوړه هم ندی لکه څومره چې يې تبلیغ کیږي . کارټر زیاتوي چې ”افغان وسله والو ځواکونو له هغه زیاته مناسبه روزنه لیدلې، چې تصور یې کېږي، دوی په اسانۍ کولای شي یو موټی پاتې شي او نتیجه ورکړي، موږ باید یوازې وګورو. ”