ملي دفاع وزارت تازه بیان کې ویلي چې افغان ملي ځواکونو د مليدفاع یرغلیزي پالیسۍ د مخې نن د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ څخه وسلوال طالبان شړلي ، او د نجراب ولسوالۍ بشپړ کنترول يې تر لاسه کړی. د ملي دفاع وزارت بیان له مخې د یادې ولسوالۍ نیولو پر مهال افغان امنیتي ځواکونو ۱۸ وسلوال طالبان هم وژلي او نور ترې په تېښته بریالي شوي. همدا شان یادو عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو یو شمیر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي. نجراب ولسوالي درې اونۍ د مخه وسلوالو طالبانو نیولي وه چې ترې افغان ځواکونو بیرته ونیوله.