پاکستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره د بېړنیو مرستو ادارې (یونیسف)استازي اېډاګیرما په قبایلي سیمو کې د ملکیانو بلخصوص پر ماشومانو د ماینونو چاودنو په تړاو اندیښنه ښکاره کړي نوموړي تازه بیان کې ویلي چې
هيڅ يو ماشوم بايد د جنګ څخه پاتې شوو ماينونو يا چاودېدونکو موادو ښکار نه شي. يونيسف به د پاکستان مرسته کوي او د دغو ماينونو په اړه به پوهاوی خوروي چرته چې ماشومان او کورنۍ د دغه خطر سره مخ دي. د دې سره دا هم مهمه ده چې ماينونه پاک کړی شي او په پېښو کې د بچ شوو بيا بحالي وشي
د یادولو ده چې د روان کال جون میاشتې لومړیو کې هم د لدها تحصیل سیمه کې یوې ماین چاودنې درې تنکي ماشومان ووژل او دوه نور یې سخت ټپیان کړل. همدا شان په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزېب مسيد رسنیو ته ویلي، چې قبایلو سیمه کې دوی سره تر دې وخته پورې 189 پېښې رپورټ شوي چې پکې د 300 نه زيات کسان مړه شوي او يا معذوره شوي دي چې زياته شمېره پکې د ماشومانو او ښځو ده. مسید زیاته کړله چې اکثریت پیښې په هغو ځایونو کې کیږي چرته چې د امنیتي سرتیرو چیک پوستې یا قلعې وي