د بشري حقونو فعال او د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) بنسټګر او مشر نن په خپل تازه خپاره شوي بیان کې ویلي، چې تېره ورځ د شمالي وزیرستان په خیسور سیمه کې پاکستاني پوځیانو د سیمې خلک له کورونو وایستل، ښځې یې په جومات کې بندیانې کړې او بیا یې په مستقیم ډول ډزې پیل کړې. چې ۱۲ کلنه نجلۍ جانسدا ووژله. هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځ دا ټول یوازې د ستراتیژیکو اثاثو لپاره د وزیرستان شتمنیو تر لاسه کولو لپاره کوي.