کابل کې د امریکا سفارت شازردافیر روس وېلسن د طالبانو لخوا رسنیو ته ورکول شوی خبردارۍ غندلی او د طالبانو په ځواب کې یې خپل تازه بیا کې ویلي “ موږ پوهیږو چې طالبانو د خپلو پروپاګندو خپرولو ماشین فعال ساتلی ، غواړي حقایق انحصار کړي تر څو د خپلو ظلمونو پړه په نورو واچوي او د خپلو کړنو له حسابه ځانونه وژغوري. موږ د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړ کوو. او د رسنیو پر وړاندې روان تاوتریخوالی او تهدیدونه ، او د طالبانو لخوا د ازادو رسنیو خاموشه کولو هڅې په کلکو ټکو غندو .