د طالبانو ځواکونو نن د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار کې هغه لسګونه دوکانداران نیولي او دوکانونه یې ور تړلي. چې پر پاکستانۍ کلدارو یې راکړه ورکړه کوله.
اروزګان کې د طالبانو حکومت دوه اونۍ د مخه اعلان کړی وو چې د افغانۍ ترویج به خاطر به نور دغه ولایت کې پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه نه کیږي.
په اروزګان کې د طالبانو لخوا د افغانۍ ترویج لپاره ټاکل شوي کمیسون مشر حاجي یوسف رسنیو ته ویلي چې دې دوی کمېسون دوکاندارانو ته کافي وخت ورکړی وو چې نور پر پاکستانۍ کلدارې راکړه ورکړه و نه کړي. خو دوی له پرلپسې خبرداریو بیا هم پر پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه کوله. چې نن یې پر وړاندې مسؤلینو اقدامات وکړل.