د امریکا ولسمشر جوبایډن د روان میلادي کال اګست میاشتې په لومړۍ نیټه ماذیګر مهال د سپینې ماڼۍ څخه د خبرو پر مهال وویل چې د تېر دوهم په ورځ( جولای میاشتې ۳۱ یودیرشمه) د امریکا لخوا د نړیوال ترویزم ضد عملیاتو په ترڅ کې د افغانستان پلازمینې کابل کې د القاعدې مهم مشر ایمن الظواهري د استخباراتي معلوماتو په اساس د ډرون الوتکو برید کې ووژلو.
لوړ پوړو امریکايي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د امریکا سي این این تلویزون ته ویلي چې د حقاني شبکې یو شمېر لوړ پوړي غړي کابل کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري له شتون خبر وو. او دوی هڅه کوله چې ایمن الظواهري کابل کې پټ وساتي. د سرچینې په وینا د برید د مخه د حقاني شبکې کسانو ایمن الظواهري ماشومان له یاد کور څخه بل کور ته بیولي وو نو د همدې وجهې یاد برید کې یوازې ایمن الظواهري وژل شوی. که څه هم تر اوسه د طالبانو لخوا د الظواهري وژلو په تړاو رسمي غبرګون مخې ته ندی راغلی خو د امریکا ولسمشر د بیان د مخه د طالبانو حکومت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر بیان کې د امریکا لخوا کابل کې د ډرون برید پخلی کړی وو. د نوموړي په وینا “ د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د لومړۍ میاشتې په دوهمه نېټه د کابل ښار په شېرپور سیمه کې په یوه مسکوني کور هوایي برید ترسره شو. په لومړیو کې د پېښې نوعیت څرګند نشو ،داسلامي امارت امنیتي او استخباراتي ارګانونو دپېښې پلټنه وکړه او په ابتدائيي تحقیقاتو کې يې دا ومونده چې یاد برید دامریکايي ډرون الوتکو له لوري شوی.”.
ایمن الظواهري په خټه د مصر وو، مسلکي جراح ډاکټر وو، چې د القاعدې پخواني مشر اسامه بن لادن د څنګ ملګری پاتې شوی وو ، او د هغه له وژنې وروسته نوموړی د القاعدې تر منځ د لوړې کچې مشر وو.
د ایمن الظواهري له وژلو وروسته په سمدستي ډول د امریکا کانګریس د استخباراتو دایمي انتخابي کمیټې مشر اډم شیف خپل بیان کې ویلي چې “وروسته له هغه چې طالبانو د القاعده سره دې اړیکو نه پاللو او هغوی ته پناه نه ورکولو په تړاو نړۍ ته ډاډ ورکړی وو نو اوس طالبان باید کابل کې ایمن الظواهري شتون په تړاو ځواب ووایي” .
همدا شان د امریکا یو جګپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي چې د ایمن الظواهري موندل د ترهګرۍ په وړاندې د امریکا پر لپسې هڅو پایله وه. د نوموړي چارواکي په وینا چې امریکا د سږ کال په جریان کې داسې معلومات لاسته راوړي وو چې هغې کې کابل ته د ایمن الظواهري میرمنې او ماشومانو راتګ په تړاو خبر ورکړل شوی وو. د هغې معلوماتو په اساس دا هم وموندل شوه چې الظواهري هم هلته کډه شوی دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن نن د ایمن الظواهري وژلو په تړاو بیان کې وویل چې الظواهري په ۱۹۹۸ کال د کنیا او تانزانیا هېوادونو کې د امریکا په سفارتونو د بمي بریدونو کې ښکیل وو چې له کبله يې یادو بریدونو کې ۲۲۴ کسان وژل شوي وو او تر ۵۰۰۰ پنځه نور ډېر ټپيان وه. د جوبایډن په وینا الظواهري پر امریکا د القاعدې لخوا د سپیتمبر یولسمې برید کې هم خورا ښکیل پاتې شوی وو، چې نن پرې د امریکا لخوا عدالت پلی شوو.