په ایران کې یوه افغان دیپلومات رسنیو ته منلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په پام کې لري چې راتلونکي اونۍ په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو سرپرست حکومت ته وسپاري. بلخوا ته طالبانو بهرنیو چارو وزارت هم وار له مخکې محمد افضل حقاني د یاد سفارت لپاره خپل سفیر ټاکلی.