د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی چې دې ایران حکومت خپل پخوانی دفاع وزیر علي رضا اکبري بریتانیا ته د جاسوسی په تور له دوه کاله بند وروسته په دار ځړولی.
بریتانیا ، امریکا فرانسې او د بښنې نړیوال سازمان د علي رضا اکبري اعدام غندنه کړي او په ایران يې غږ کړی چې په غیر عادلانه ډول اعدامونه لړۍ دې ودروي. د ایران رسنیو په حواله علي رضا اکبري چې ۶۱ کلن وو ، د بریتانیا تابیعت هم درلود. د بریتانیا استخباراتي ادارې ایم ای سیکس ته د جاسوسی په تور په دار ځړول شوی. د بریتانیا صدراعظم ریشي سونک د یاد اعدام په تړاو خواشیني ښودلي او دا يې دې ایران حکومت یو یزدلانه عمل بللی. نوموړي پر خپل ټویټر تازه بیان کې ویلي چې ” دا یو ډارن او بزدلانه عمل وو چې دې ایران حکومت لخوا پرته لدې چې د خپل ولس بشري حقونو ته درناوی ولري تر سره کړ. او موږ پدې غم کې د علي رضا کورنۍ سره یو”.