د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر یا (ISPR) نن خپل تازه بیان کې ویلي چې د بلوچستان کیچ ولسوالۍ کې يې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې اته وسلوال وژلي. د ای ایس پي ار له دفتره خپرې شوي خبرپاڼه کې راغلي چې دې روانې فیبروری میاشتې په ۲۳ درویشتمه نیټه يې د بلوچستان کیچ ولسوالۍ د مزابند سیمه کې د وسلوالو یو پټنځای په نښه او ۸ وسلوال يې پکې ووژل. او همدا شان يې د یاد پټنځای څخه یې یو شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي. د یادولو ده چې د پاکستان ګڼو ښارونو کې امنیتي پېښو زور اخیستی او تېره اونۍ د کراچۍ ښار پولیسو په مرکز برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي وه.