د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټهو د مونیخ په کنفرانس کې د افغانستان له خاورې پاکستان او نړۍ ته دې ترهګرۍ پېښ ګواښ په اړه ویلي چې”که طالبان په افغانستان کې د ترهګرۍ مخه ونه نیسي. نو دا ترهګري به ډېر زر د پاکستان څخه د نړۍ نورو ملکونو ته هم ورسیږي”. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د نړیوالې ټولنې څخه هم وغوښتل چې د کومې پېښې څخه د مخه عمل وکړي. کنه بیا به ډېر ناوخت شوی وي. بلخوا ته دې بلاول بوټهو خبرو په غبرګون کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت هم نن تازه بیان کې ویلي چې په مونیخ کې د ااا حکومت او افغانستان کې د ترهګری په اړه د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټهو څرګندونې له حقیقته لرې بللي. او زیاته کړیده چې “اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په عمل کې ثابته کړې چې د منظمو او مجربو امنیتي ځواکونو پر مټ يې هېچاته اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.”