مارچ-۲۳-۲۰۲۳
د امریکا بهرنیو چارو وزیر چې د پنجشنبې په ورځ د امریکا کانګریس بهرنیو اړیکو کمیټې استماعیې غونډې ته د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه پوښتنو ګرویږنو لپاره ورغوښتل شوی وو، امریکايي استازو ته د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وویل چې لا هم افغانستان کې ۱۷۵ امریکایان پاتې دي چې څو تنه خو يې طالبانو سره بند کې هم دي. کله چې د امریکا کانګریس جمهوري پاله استازي جو ویلسن د یادې استماعیه جلسې په ترڅ کې بلنیکن د طالبانو په بند کې د امریکايانو شمېر په اړه وپوښتلو ، بلینکن زیاته کړله چې ، “یو شمېر امریکایان لا د مخه افغانستان کې پاتې وو او یو شمېر يې د پخواني جمهوري حکومت ړنګیدلو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د بندیانو کورنیو له موږ غوښتي چې د خوندیتوب په خاطر يې باید معلومات رسنیز نشي. خو دا مهال ۱۷۵ امریکایان افغانستان کې شتون لري. څلور څلویښت يې تیار دي چې له افغانستان څخه يې روباسو. او پاتې امریکایانو په اړه مو هم هڅې روانې دي چې نیږدې وخت کې یې تخلیه کړو. او د بندي امریکایانو خلاصون هڅې مو هم پیل کړیدي.”
د یادولو ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د امریکا کانګریس بهرنیو اړیکو کمیټې لخوا چې د جمهوري پاله استازو په لاس کې ده د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د پوښتنو ګرویږنو لاندې دی.