د لومړنیو راپورونو له مخې نن ماسپیښین درې بجې او څلویښت دقیقې د خیبر پښتونخوا ناکراره شمالي وزیرستان اړوند میرعلي کهجوري سیمه کې د پاکستاني پوځیان پر کاروان ځانمرګی برید شوی چې له امله يې ۲۵ پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتي. یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط هېواد پریس ته ویلي چې د لومړنیو راپورونو په اساس یاد برید کې ۳ پوځيان وژل شوي. ۲۲ نور ټپيان دي. او ټپیانو کې يې د یو شمېر حالت دې اندیښنې وړ دی. همدا شان د پوځ دوه موټر هم ویجاړ شوي. تر اوسه دې یاد برید پړه چا پر غاړه نده اخیستي خو شمالي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو فعال دي.