مارچ-۲۱-۲۰۲۳
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) د سه شنبې په ورځ وویل چې د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې د “سختدریځه وسلوالو ” سره د مقابلې په مهال د څارګرې ادارې (آISI) یو بریګیډیر یا ډګرمن وژل شوی دی.
د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښي وئيلي شوي دي چي د جنوبي وزیرستان انګور اډې ته څېرمه د تندروه وسلوالو سره نښته کې د پاکستان څارګرې ادارې یو لوړ پوړی افسر بریګیډیر یا ډګرمن مصطفئ کمال برکي وژل شوی او اوه تنه نور ټپیان دي. د ای ایس پي ار په وینا چې امنیتي ځواکونو د وسلوالو پیدا کولو پسې لټون عملیات پیل کړیدي. خو تر اوسه څوک ګوتو ته ندي ورغلي. د یادولو ده چې یاد خبر خپریدو وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو ، او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د بریګيډیر مصطفئ کمال په وژنه خواشیني څرګنده کړي. او کورنۍ سره یې خواخوږی اظهار کړی.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر په همدې ورځ یوې بلې جلا اعلامیه کې په ډیره اسماعیل خان کې هم وسله والو سره د ډزو تبادله کې د خپلو دریو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.