د جنبش ملي ګوند جلا وطنی مشر جنرال عبدالرشید دوستم چې لندن کې يې د مقاومت ډلې وژل شوي قوماندان خیر محمد خیرخوا په یاد جوړو شویو مراسمو ته وینا کوله وویل چې ” تاجکستان او ازبکستان باید د پخواني حکومت چورلکې د ملي مقاومت جبهې ته وسپاري”. نوموړي زیاته کړله چې” طالبان د افغان ملي اردو پخواني سرتیري په بې رحمۍ سره وژني – دا ډله کور په کور تلاشي عملیات کوي، د اردو پخواني منسوبین لټوي، له نیولو وروسته يې تر ټولو ناوړه شکنجه کوي او بالاخره یې وژني”. د یادولو ده چې دې پخواني افغان حکومت له ړنګیدو پر مهال لسګونه افغان چورلکو تاجکستان او ازبکستان کې ناستې وکړلې. او لا هم هلته دي. که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار دې تاجکستان او ازبکستان څخه د یادو چورلکو ورسپارلو غوښتنه کړي. خو تر دې دمه د یادو هېوادونو ځواب ورته مثبت ځواب ندی ورکړی.