د طالبانو ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنیفي تازه څرګندونو کې د نیوکې په ډول ویلي چې ، ” تر هغو مو د وطن پرمختګ ټولې دعوې دروغ دي تر څو مو چې د وطن په ښوونیزه دستګاه کې په کمیتي او کیفیتي لحاظ عصري تغیرات راوړي نه وي”. د حنیفي دا بیان داسې مهال مخې ته راځي چې تېره ورځ د طالبانو کورنیو چارو سرپرست وزیر مولوي سراج الدین حقاني هم د نیوکې په ډول ویلي چې واک منحصر شوی. او دغه چارې وطن د ډېرو ستونزو سره مخ کړی. د یادولو ده چې یو شمېر لوړپوړو طالب سرچینو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې دا مهال کابل کې لوړپوړي طالب مشران د خپل امیر لرې کولو باندې فکر کوي. او تازه يې دکابینې لخوا خپل امیر ملا هبته الله اخوندزاده ته یو لیک استولی ، او غوښتنه يې ترې کړي چې، دوی ته دې ځينو مهمو مسلو باره کې پریکنده ځواب ورکړي.