د خیبر پښتونخوا څخه راپورونه وايي چې نن د مارچ شلمه د ایبټ اباد ضلعې حوالیان سیمه کې د تحریک انصاف ګوند ځایي مشر عاطف منصف خان د خپلو ۹ ملګرو سره یو ځای یو وسلوال برید کې ووژل شوو. د ایبټ اباد پولیسو مشر عمر طفیل رسنیو ته د یاد وسلوال برید پخلی کړی. او زیاته کړیده چې نامعلومو وسلوالو نن د ایبټ اباد ولسوالۍ حوالیان اړوند لنګرا کلي ته څېرمه د تحریک انصاف ګوند ایالتي مشر عاطف منصف خان پر موټر برید کې د نوموړي په ګډون دې ده ۹ ملګري هم چې یاد موټر کې ورسره وو، وژلي. او موټر په بشپړ ډول سوزیدلی. د پولیسو مشر عمر طفیل په وینا چې بریدګرو پسې لټون روان دی. د یادولو ده چې تېره ورځ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم په یوه بیان کې ویلي وو چې د پاکستان واکمنو د اسلام اباد محکمه کې دده وژلو منصوبه جوړه کړي وه. نو ځکه خو هلته د خپل موټر څخه ښکته نه شولو.