د طالبانو ضد د افغانستان ازادی جهبې ډلې ددغې ویډيو په خپرولو سره ویلي چې د مارچ لسمې ماښام د کابل ښار پنځمه ناحیه کې د طالبانو ځواکونو یوې امنیتي پوستې باندې چاودنه کړي چې له امله يې درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. خو دې کابل طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي چې یاده چاودنه کې دوه طالبانو سطحي ټپیان شویدي او نور چا ته پکې زیان ندی اوښتی. او دې پېښې په اړه پلټنې پیل شویدي.
د ویډیو لیدلو لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړی