د پکتیکا څخه د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد امین حافظي بي بي سي ته خبرو کې ویلي چې دې تېرې شپې شدیدې زلزلې لهامله د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې زر (۱۰۰۰) کسان وژل شوي او پنځلسوه (۱۵۰۰) نور ټپیان دي. همدا شان زیړوک او نکېولسوالیو کې هم خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي خو تر اوسه یې کره معلومات نشته، او داسې ویره ده چې د مرګ ژوبلې شمیره لوړه شي.
بلخوا ته خوست کې هم یاد زلزلې له امله تر دې دمه د دېرشو کسانو وژل کیدو او سلګونه کسانو ټپیان کیدلو راپور ورکول شوی. یوېځایي سرچینې هېواد پریس ته وویل چې ډیره مرګ ژوبله د خوست سپېرې ولسوالۍ کې اوښتي چېرته چې د زلزلې رامنځته کیدو مرکزښودل شوی.
همدا شان پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د طالبانو دولت وزارت معين مولوي شرف الدين مسلم هم رسنیو ته ویلي چې، “د تېرې شپېزلزلې له امله تر اوسه ٩٢٠ شهيدان شوي ٦١٠ تنه هېوادوال ټپيان شوي دي. چې د هر شهيد کورنۍ ته ١٠٠ زره افغانۍ او د ټپي کورنۍته ٥٠ زره افغانۍ مرسته په پام کې نيول شوې دي“.