د کابل لپاره د امریکا ټاکل شوي شارزدافیري کېرن ډيکر د افغان میرمنو هڅولو په اړه د ناسم تعبیري بیان له امله بښنه وغوښتله. اغلي کیرن ډیکر چې دې چارشنبې په ورځ یوه ناندریز پیغام کې د افغان میرمنو هڅول ناسم تعبیر کړي وو . او د امریکا بهرنیو چارو وزرات يې هم بیان غیر موثر او نامناسب بللی وو. نن يې غبرګون کې بښنه وغوښتله او د بښنې پیغام کې يې زیاته کړي وه چې ” ځينې وختونه زموږ غوره ارادې د نورو ژوند کولو په اړه کافي معلوماتو نه درلودو ،یا نورو ته سم غوږ نه نیولو له امله زیانمنیږي. دا چې دا مهال امریکا کې د افریقايي اصله امریکایانو میاشت ده . نو زما هڅه دا وه ، چې دې زړه ورو افریقايي اصله امریکایانو هڅې ولمانځم. زه د ټولو هغو څخه بښنه غواړم چې زما د هغه بیان له امله خوابدي شوي دي”. د یادولو ده چې اغلي کیرن ډيکر د چارشنبې په ورځ یوه پيغام کې چې وروسته يې د ناندریز کیدلو له امله پاک کړ، ویلي وو چې ایا افغانان د تورې جینی جادو (BlackGirlMagic) غورځنګ سره اشنا دي ؟ ایا افغان نجوني او مېرمنې ورته غورځنګ ته اړتیا لري ؟