د امریکا کانګریس مشره نانسي پلوسي د یو لوړ پوړي پلاوي سره مل د چین سره څنګ ته تایوان هېواد ته پداسې حال کې رسیدلي چېچین ورته وارد مخه د سخت ځواب ورکولو خبرداری هم ورکړی وو. تایوان ته رسیدو سره سم ناسي پلوسي د تایوان ولسمشرې اغليڅای اېنګ وېن سره هم لیده کاته کړي.او د لیدنې پرمهال پلوسي وویل، “سیمې ته له سولې سره راغلې، خو د دغه دیموکراتیک ټاپو په اړه–چې تل د چین د یرغل تر ګواښ لاندې دی– امریکا به پر خپلو کړو ژمنو عمل ته دوام ورکړي”.
د ناسي پلوسي سره لیدنې پر مهال د تایوان ولسمشرې څای اینګ وین هم خپل بیان کې ویلي چې “د امریکا استازو جرګې مشرې ناسيپلوسي په لیدو خوښه یم ، ځکه د هغې راتګ نه یوازې دا چې د امریکا متحده ایالاتو د تایوان سره د قوي اړیکو انعکاس ورکوي بلکې ځانسره دا پیغام هم لیږدوي چې دیموکراسي د ګډو ننګونو په وړاندې یو ځای دریږي.
د چین بهرنیو چارو وزارت هم تازه بیان کې د نانسي پلوسي سفر غندلی او نوموړی سفر یې یاده سیمه کې سولې او ټیکاو لپاره خطرناکبللی. بل پلوه ته د چین دفاع وزارت هم د تایوان ټاپوه شاوخوا یو لړ پوځي مانورونه پیل کړي او د مشخصو هدفونو پوځي عمل خبرادر همورکړی.