د رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې پلازمینې کابل کې د امنیتي اندیښنو له امله تېره اونۍ سعودي عربستان خپل ټول دیپلوماتان له کابل څخه ایستلي او پاکستان کې میشته شوي. بلخوا ته د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې سعودي خپل دېپلوماتانو د روزنې لپاره استولي او ژر به بېرته راستانه شي. خو د سعودي حکومت تر اوسه نه دې طالبانو ویاند خبره تایید کړي او نه يې د خپلو دیپلوماتانو د ویستلو په تړاو رسمي نظر څرګند کړی.