د بشر حقونو څار نړیوالې ادارې مشرې مینکي وارډن د کرېکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي څخه غوښتنه کړي چې د کریکټ په نړیوالو لوبو کې د افغانستان کرېکټ لوبډلط لوبیدل تر هغې وځنډوي، تر څو چې طالبانو افغان مېرمنو ته د تعلیم ، کار او سپورت حقونه ورکړل شوي نه وي. وارډن خپلې غوښتنې ته د کرېکټ نړیوالې شورا د تبعیض ضد پالیسی هغې برخې یادونه کړي چې د هغې اساس
هر ګډونوال کولای شي چې د جنسیتي تعبیض پر بنا ولاړ دې وېرې او سپکاوي ډک چلند پرته د یاد سپورت څخه خوند واخلي. د یادولو ده چې د بشر حقونو څار ډلې دغه غوښتنه داسې مهال مخې ته راځي چې درې ورځې د مخه د استرالیا هېواد د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سره روان میلادي کال مارچ کې کیدونکي یو ورځینو لوبو لړۍ لغوه کړي.