د جاپان پخوانی لومړی وزیر ابي شینزو چې د جاپان جنوب نارا ښار کې یې خپل ټاکنییز کمپاین پر مهال خپلو پلویانو ته وینا کوله، چېنن د جاپان په وخت یولس نیمې بجې د یو وسلوال کس په برید کې لومړی ټپي او بیا وروسته روغتون کې ساه ورکړله.
د جاپان کابینې عمومي منشي هیروکازو ماتسونو رسنیو ته ویلي چې “ابي شینزو دوه ډزه لګیدلی وو او د هغې له وجهې یې ډېره وینهضایع کړي وه نو ځکه خو ډاکتران و نه توانیدل چې هغه وژغوري. وسلوال کس هم ژوندی نیول شوی. موږ یې دا عمل وحشیانه بولو او پهسختو ټکو یې غندو”.
د یادولو ده چې ابي شینزو ۹ کاله د جاپان لومړی وزیر پاتی شوی وو. چې دا دې جاپان په تاریخ کې د لومړي وزیر پر چوکۍ د یو کسپاتې کیدو اوږده موده بلل شوي.