د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دفتر تازه بیان کې ویلي چې د
د متحده عربي اماراتو (UAE) د ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان اسلام آباد ته یو ورځنی سفر چې ټاکل شوی وو ، نن ترسره شي، د خرابې هوا له امله لغوه شوی.
په بیان کې ویل شوي “د خرابې هوا د شرایطو له امله، د پاکستان اسلامي جمهوریت ته د ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان دوستانه سفر چې ټاکل شوی وو نن ترسره شي، لغوه شوی”. د یادولو ده چې پاکستان کې د هوا تر څنګ امنیتي حالات هم د پخوا په پرتله سخت خراب شویدي. او نن د خیبر پښتونخوا اړوند پېښور پولیسو مرکزي جومات کې د ځانمرګي برید له امله ۴۲ کسان وژل شوي او ۱۵۰ شاو خوا نور ژوبل دي. او ویره ده چې د چاودنې له امله جومات چت نړیدو لاندې ایسار د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.