مارچ-۲۴-۲۰۲۳
د هند ګوجرات محکمې د هندوستان کانګریس ګوند مشر راهول ګاندي د حیثیت اعادې یوه کیس کې په دوه کاله بند محکوم کړ. چې له هغې وروسته نن د جمعې په ورځ د هند پارلمان یې هم غړیتوب لغوه کړ.
۵۲ کلن ګاندي د ۲۰۱۹ کال یوې ټاکنیزې وینا پر مهال غلو ته د مودي نوم کارولی وو چې د هغې امله محکمې مجرم پیژندلی.
د کانګریس ګوند ویاند پاون خیرا رسنیو ته ویلي ، چې دوی به د یادې فیصلې په ضد استناف محکمې ته ځي. او یاد حکم به استناف محکمه کې ننګوي.
د کانګریس ګوند د محکمې قضاوت سیاسي او یو طرفه بللی. او د یادې پریکړې تور یې د هندوستان لومړي وزیر نریندر مودي ګوند بي جي پي او دې هغې په حکومت اچولی.
د لویدیځ بنګال څخه د کانکریس ګوند وکیل پردیپ بهتاچاریا رسنیو ته ویلي چې ، “د مودي ګوند او حکومت د راهول ګاندي د راپورته کیدو څخه ویره لري نو ځکه خو یې پر وړاندې خنډونه اچوي.”