د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف چې د پاکستان څارګرې (ای ایس ای ) ادارې مشر جنرال ندیم انجم ، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان ، او سفیر یې عبیدالله نظاماني ملتیا کوله د یو پلاوي سره کابل ته رسیدلی. او کابل کې یې د طالبانو رئیس الوزرا مرستیال ملابرادر ، دفاع سرپرست وزیر مولوی محمد یعقوب مجاهد او لوی درستیز سره لیدلي. د طالبانو رئیس الوزرا له دفتره خپاره شوي خبر پاڼه کې راغلي چې دغه لیدنه کې پر اقتصادي مسایلو او دوه اړخیزو همکاریو خبرې شوي. یاده خبرپاڼه کې د ترهګرۍ په اړه خبره نده راغلي. خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیا په یوه ټویټ کې ویلي چې “د دفاع د وزیر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی په کابل کې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره پر امنيتي موضوعاتو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په لارو چارو خبرې کړي.” د یادولو ده چې د پاکستان لخوا یادو لوړ پوړي نظامي چارواکو سفر داسې مهال ترسره کیږي چې پاکستان کې ترهګرۍ وده کړي. او د پاکستان ګڼ ښارونه امنیتي ناکراریو په سر اخیستي. چې پاکستان یې د پړې ټوله ګوته د طالبانو حکومت ته نیولي.