د جنوبي وزیرستان څخه ولسي استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیرچې نن د بیمارۍ له امله تداوی په پلمه دپاکستان پولیسو لخوا د جیل څخه جناح روغتون ته بوتلل شوی وو، هلته پرې دوه ځله د بریدونوناکامې هڅې شوي. چې لدې هڅو وروستهعلي وزیر د احتجاج په ډول د جناح روغتون مخې ته راوتلی او دې پاکستان پولیسو يې غوښتلي چې یا دې بیرته جېل ته یوسي او یا دېدده پرودکشن ارډر جاري کړي تر څو د خپل ولس په استازیتوب د پاکستان پارلمان جلسو کې ګډون وکړي.ځکه چې د جناح روغتون کېيې ځان ته خطره ده. د پي ټي ایم مخکښ تن ګیلامن وزیرهېواد پریس ته د یادې حادثې په تړاو وویل چې دا مهال د پاکستان پولیسو پهقبضه کې د علي وزیر ژوند ته د امن اندیښنه پیدا شویده، نو له همدې امله د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي کمیټه په خبرو بوخته ده اوپه ټوله پښتونخوا کې يې د لاریونونو اعلان کړی. او پدې تړاو به د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټ ګر او قاعد منظور پشتین هم زر تر زرهخپل بیان جاري کړي. همدا شان لویه پښتونخوا کې ملتپالو ګوندونو هم د علي وزیر سره د پولیسو رویه او پرې دې دوو حملودې هڅوغندنه کړي اودې همدې امله يې د پاکستان حکومت څخه د علي وزیر زر تر زره خوشي کیدو غوښتنه کړي. د یادولو ده چې دې څه کم دووکالو راهیسې د پاکستان پوځ په غوښتنه په جعلي کیسونو کې علي وزیر بند ته اچول شوی ، او لده د پاکستان پوځ مشر جنرال باجوه څوځله غوښتنه هم کړي چې که علي وزیر له ده بښنه وغواړي نو له بنده به ازاد شي. خو علي وزیر د باجوه دغه غوښتنې د نا ځواب ویلی.