د پېښور امنیتي او صحي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د ژوغورنې ټیمونو هڅو کې تر دې مهال د پېښې له ځایه 100 جسدونه دوی تر لاسه کړي. او د 150 شاوخوا نور ټپیان دي.
بلخوا ته یوې سرچینې هېواد پریس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په لیډې ریډینګ هسپتال کې د 5 پنځو نورو ورځو لپاره د مریضانو تداوی لوازم او ادویانې پاتې دي. او یاد هسپتال د ادویجاتو او نورو طبي لوازمو سخت کمښت سره مخ دی.