مارچ-۲۱-۲۰۲۳
د کراچۍ څخه خبري سرچینې وایي چې نن سهار د کراچۍ اړوند ګلستان جوهر سیمه کې یو دیني عالم مفتي مولانا عبدالقیوم صوفي د نامعلومو وسلوالو ډزو کې وژل شوی.
د مولانا عبدالقیوم صوفي په نوم دغه دیني عالم هغه مهال د نامعلومو موټرسایکل سپرو له خوا په ډزو ووژل شو چې د سهار له لمانځه وروسته په ګلستان جوهر اړوند نهم بلاک کې کور ته روان و.
مولانا عبدالقیوم صوفی د پاکستان د علماوو د ټولنې او د جامع مسجد محمدیه نوراني اسلامي مرکز غړی و.
له رسنیو سره په خبرو کې د سني علماوو شورا مشر علامه اشرف ګرماني ویلي، چې مفتي عبدالقیوم د عایشه جومات د شخړې څارنه کوله.
هغه زياته کړه چې د مفتي منيب الرحمان سره مشوره روانه ده او د پوليس شکايت درج کولو لپاره به د کميټۍ غونډه کوي.
د ګلستان جوهر پولیسو رسنیو ته ویلي چې د پېښې څخه خبر دي او وسلوالو پسې یې لټون پیل کړیدی.