د کندهار د برېښنا حوزوي ریاست مسؤلین وايي، په راتلونکو دوو میاشتو کي به د کندهار د برېښنا په کچه کي د پام وړ زیاتوالی راسي.
د دغه ریاست د اطلاعاتو مسؤل احسان الله امین له رسنیو سره خبرو پر مهال ویلي دي، چي په کجکي برېښنا بند کي د دریو نورو توربینونو د نصب چاري رواني دي، چي په نصبېدو سره به يې د توربینونو شمېر شپږو ته ورسیږي.
نوموړی وايي، په دې سره به په دوو فازونو کي د کجکي بند د برېښنا ظرفیت ۱۵۱ مېګا واټه ته پورته سي، چي په پايله کي به يې نه یوازي د کندهار ښار، بلکي د هلمند برېښنا هم ۲۴ ساعته سي.
د کندهار برېښنا هغه ستونزه وه، چي په تیرو دوو لسیزو کي يې تېر حکومت په وار وار ژمنو سربېره په حل ونه توانېد.
د کندهار د ۲۴ ساعته برېښنا هیله په پوره کېدو ده
مخکینی پوسټ