د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې د چاودنو او ډزو غږونو اوریدو په تړاو تازه څرګندونو کې ویلي چې نن ماښام د ااا ځواکونو کابل اتمې حوزې کارته نو سیمه کې د داعشي وسلوالو په يو مهم پټنځای عمليات پیل کړیدي. د نوموړي په وینا «نن ماښام د کابل اتمې حوزې کارته نو سیمه کې د داعشي خوارجو په يو مهم پټنځای عمليات روان دي، تر اوسه يو شمير یې وژل شوي، څرنګه چې ساحه ګڼ ميشته ده عمليات سوکه او په احتياط پرمخ ځي، دا د خوارجو يو مهم ګروپ ده چې د کابل په وروستيو بريدونو کې يې لاس درلود او خارجي اتباع هم پکې شته».