د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله یو ځل بیا خپلو تازه څرګندونو کې تور پورې کړی چې د پاکستان دوښمنان افغانستان دننه امن ځایونه لري. او له هغه ځایه پر پاکستان خپل بریدونه تنظیموي. نوموړي چې د پاکستان جیو تلویزون سره د پېښور پولیسو لاین مرکزي جومات باندې د برید او وروستیو حالاتو په اړه خبرې کولې وویل چې ، “زموږ دوښمنانان د افغانستان خاورې دننه خوندي ځایونه لري. هغوی ډېر په ارامه فضا کې له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي. کله چې پاکستان کې پرې حلقه تنګه شي. لنډ افغانستان کې خپلو پناه ځایونو ته واوړي. نو موږ باید کابل کې د طالبانو حکومت سره خبرې وکړو. ځکه هغوی یوازې موږ ته نا بلکې ټولې نړۍ ته وعده سپارلي چې خپله خاوره کې به بیروني ترهګرو ته ځای نه ورکوي”. نوموړي د تحریک طالبان پاکستان په اړه د پاکستانۍ پر کورنۍ پالیسی هم نیوکه وکړله او زیاته يې کړله چې هغه فکر او سوچ غلط وو چې ګني ټي ټي پي به د افغان طالبانو څخه لار بیله کړي. وسلې به پر ځمکه کیږدي او خپلو کورونو ته به ستانه شي. د یادولو ده چې تېر ماسپيښین د پېښور پولیسو لاین مرکزي جومات باندې ځانمرګي برید کې د مړو شمېر 63 کسانو ته ورسیدو او 150 شاواخوا ټپیان دي. چې پړه يې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په غاړه اخیستي.