د طالبانو لنډ مهالي حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني چې خوست کې يې نن خپلو پلویانو ته وینا کوله، د نیوکې په ډول وویل چې” نن ځانونه دومره حقداره بولو او خپله رایه او خپله فکر دومره رباندې حاکم شوی ، چې ټول نظام ننګوو . بدنام او منحصر کوو يي. الله ج مو دې اصلاح کړي. ځکه چې دا حالات د برداشت وړ ندي”. که څه هم حقاني خپله وینا کې په مستقیم ډول د کوم شخص نوم وانخیست. خو شنونکي وايي چې د ټول نظام ننګونکی او منحصر کوونکی یوازې د طالبانو امیر ملا هبته الله اخواندزاده کیدلی شي. او د حقاني اشاره هم شاید هغه ته وي. د یادولو ده چې د افغان میرمنو تعلیم ، تحصیل او کار په اړه د ااا چارواکي ویشلي نظرونه لري. او وخت پر وخت د نړیوالو سره لیدنو کتونو کې د طالبانو لوړ پوړو چارواکو لخوا بېلا بېل نظرونه مخې ته راځي. چې اکثریت لوړ پوړي طالبان د افغان مېرمنو د کار او تحصیل باره کې رضایت لري.