د ننګرهار څخه خبري سرچینې وایي چې دې روانې مارچ میاشتې لسمه د ننګرهار شیوه ولسوالۍ اړوند شګې سیمه کې د واده موټر کې موسیقی غږولو له امله د طالبانو امنیتي ځواکونو ډزو کې ناوي وژل شوي.
تر اوسه د ننګرهار طالب چارواکو پدې اړه څه ندي ویلي. د یادولو ده چې دا پېښه داسې مهال رامنځته کیږي چې دوه ورځې د مخه هم د طالبانو ځواکونو مزار شریف ښار کې د ناسمو معلوماتو په اساس ۸ ملکیان د انسان تښتونکو په نوم وژلي. چې د قربانیانو کورنیو نن د یو لاریون په ترڅ کې د عدالت غوښتنه کوله.