د یمن څخه خبري او دیپلوماتیکو سرچینو خبر ورکړی چې د سعودي یو پلاوی د یکشنبې په ورځ د یمن پلازمېنې ته رسیدلی تر څو د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغیانو سره چې د دغه ښار کنټرول په لاس کې لري، د احتمالي نوي اوربند په اړه خبرې وکړي.
حوثي رسنیو هم هغه انځورونه خپاره کړي چې د دې ډلې سیاسي مشر مهدي المشاط د یمن لپاره د سعودي عربستان د سفیر محمد الجابر لیدل شوی.
په خلیج کې میشت یو یمني ډیپلوماټ رسنیو ته ویلي چې، “سعودي چارواکي دا مهال صنعا کې دي ترڅو په یمن کې د سولې رامینځته کولو په اړه خبرې وکړي.”
د یادولو ده چې یمن ته د سعودي پلاوي تګ نږدې یوه میاشت وروسته له هغه کیږي چې چین د سعودي عربستان او ایران تر منځ یو بې ساري منځګړتوب په صورت کې دواړه ملکونه یو بل ته نیږدې او د یو تړون په ترڅ کې یې د یمن جګړې اودرولو ته هم لار پرانیستله.