مارچ-۲۴-۲۰۲۳
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) مشر جنرال مایکل کوریلا تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته داعش په افغانستان کې د تېر کال په پرتله پیاوړی شوی. خو په کابل کې د طالبانو عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد تازه بیان کې د یاد امریکایي خبرداری رد کړیدی او زیاته کړیده چې “په افغانستان کې د داعشي ډلې د تعداد په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نلري.” همدا شان زبیح الله مجاهد خپل بیان کې تور پورې کړی چې امریکا په افغانستان کې داعش ته کمپاین کوي. مجاهد خپل بیان کې زیاته کړي چې “ د امریکایي چارواکو لخوا له دې موضوع سره دلچسپي او د هغوی بزرګنمایي پخپله له داعشي فتنه ګرو سره مرسته او هغوی ته کمپاین دی چې باید ودرول شي.”
د یادولو ده چې داعش افغانستان کې د طالبانو راتګ سره د پام وړ بریدونه ترسره کړي. او تازه لوی برید کې یې اونۍ د مخه د بلخ لپاره د طالبانو پیاوړی والي داود مزمل یو ځانمرګي برید کې ووژلو.