د افغانستان بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتشې ادارې یا سیګار خپل تازه څېړنیز راپور کې کاږلي چې طالبانو نولسوه نویمه لسیزه کې هم د افغان نجونو په اړه نړیوالو سره ژمنې کړي وې. خو دې خپل رژیم تر پایه يې پرې عمل ونکړ. سیګار خپل راپور کې زیاتوي چې ، تقریبا دیرش کاله وروسته طالبانو ورته لوبه روانه کړيده. نړیوالو ته دې افغان نجونو زده کړو په اړه پرلپسې وعدې سپاري. خو عمل کې هیڅ داسې نښه نه ښکاري چې دا چاره به ترسره شي. راپور وړاندې کاږي چې د طالبانو اوسنی رژیم د افغان مېرمنو سره د تندروه رویې له امله د نړیوالو خاص غبرګون سره ندي مخ شوي. نو کیدای شي چې دې همدا امله خپلې وعدې هم جدي نه نیسي.