دې امریکا غږ ډيوه راډيو سره د خبرو پر مهال پاکستاني خبریال او څېړونکي شمیم شاهد وویل چې نوموړي ته کابل کې د طالبانو لويېغونډې څخه یو تن ګډونوال ویلي چې دوی یادې غونډې ته له پاکستان څخه د ډنډې په زور بوتلل شوي، او دوی به یوازې د طالبانو پرفیصلو چې کومې وار له مخې شویدي، امضا ګانې اخلي او بیا به دیته نوم ورکړي چې دا دې جرګې فیصله ده او لدې پرته به ګډونوال دېهیڅ کوم بل ډول کردار لوبولو حق ونلري. د سرچینې په وینا چې “ یاده غونډه جرګه نا بلکې هسې یوه ډرامه ده”.
د شاهد په وینا چې یاده غونډه کې له پاکستان څخه ۸۰ کسان ګډون کړی. او یاد کسان د حقاني نیټ ورک په مرسته راټول شوي . کومچې دا چارواکي له افغانستان څخه ډېر د پاکستان لپاره کار کوي.