د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملک سختو مالي ستونزو له امله پر خپلو اعلا چارواکو د ګران بیه سفرونو ، هوټلونو او موټرونه بندیزونو لګولو اعلان وکړ. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن یوې خبري غونډې ته وویل چې « ملک کې د مالي ستونزو له امله او پیسو سپما په خاطر به نور د ملک اعلا چارواکي بهر ته د سفر پر مهال ګران بیه الوتکو خاصو سیټونو کې سفرونه نکوي. مرستیالان به له ځانونو سره نه بیايي. او اعلا چارواکي به یوازې په سخت اړین حالت کې سفر کوي. همدا شان د اعلا چارواکو څخه به ټول قیمتي موټرونه بېرته ټولیږي او لیلام ته به وړاندې کیږي. او همدا راز به د بریښنا او اوبو بېلونه هم خپله جیبه پرې کوي. تنخواوې به يې نوره هم کمیږي.»د یادولو ده چې د پاکستان لومړي وزیر دا اعلان داسې مهال مخې ته راځي چې تېره اونۍ يې دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې ملک دیواله شویدی.